Amel 1

شاعرانه بنډار : بیلابیل شاعران ملګري

10.08.2010 09:29
ایمل مینه ناک 29.11.2010 02:42

ما وې خلاص به ترینه زه نور په توبه شم
اوس توبه چې څوک اوباسي رایادیږي

ایمل مینه ناک 29.11.2010 02:39

ما وې خلاص به ترینه زه نور په توبه شم
اوس توبه چې څوک اوباسي رایادیږي

محمد شیرزی تره خیل 19.10.2010 17:18

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
الله ج دی وکړی چی جوړ او همداسی د خوشحالی شیبی ولری زه شاعر نه یم خو شاعران او دی هغوی شعرونه می ډیر خوښیږی. په هر صورت باید یادونه وکړم چی د مشاعری ټول شعرونه ولوستل او ماته یی ډیر خوند راکړ او ډیر ښایسته ول مننه

ساحل 12.08.2010 15:37

سلامونه پام صيب که چېرې لږ پام دې کړاى واى نه نه غلطېدې دا بيت چې ته يې يادوې زما نه د ځواب دى تر کوم بيته چې د چا نوم لاندې ليکل شوى وي د هماغه بيت هم دى

چينار حقيقت 12.08.2010 13:29

سلامونه ۰ ښه مشاعره ده خو د څو بيتونو ۰خو زما په دا بيتونه دشاعرانه نه دى ختا زما په فكر دانسانيت نه هم وتلې دى۰ دته ننګرهار شعر او ادب نه وايي
زه يي نوم اخلم او ته پرې سور او شين شى
ستا پرې څه كونه شيكيږې رايا ديږې
دلته په شعر او ادب كې څه پاتې شول
او بيا شاعران هغه شاعران ياست چې ځانته وايې چى موږ يو
خو افسوس د وطن دا نن سبا حال اوستا سو د ابيتونه او شاعرې۰
مهرابانې وكړې دا بيتونه ترې نه ايسته كړې
دكلابونو ننكرهار مه زيړه وي ملنګ جان به درنه خفه شى

دانشمل 12.08.2010 12:56

قدرمنوسلامونه نیکی هیلی می ومنی
دمشاعری ټول شعرونه می ولوستل ډیرښکلی وه

ح، حيران، پېښور 12.08.2010 11:09

ټولو ملګرو ته سلامونه
زما خو ځکه رخه راغله او نېت مې کم شو، چې د جلال او الهام سره نږدې په ټولو في البديه مشاعرو کې ما ونډه اخيستې ده. دا مشاعره چې زه ګورم ډېره خوندوره ده. دلته پېښور کې مې هم له جلال سره يادونه وکړه، چې ځينې بيتونه په داسې مشاعرو کې ډېر ښه راځي، لکه جلال او نورو ملګرو چې اشاد کړی دی. جلال ويل چې زما اراده ده چې دا رنګ مشاعرې راغونډې کړم او يوه ټولګه ترې خپره کړم.
حيران

ساحل 12.08.2010 08:38

پام صیپ ستا له نیک نظر نه ډېره مننه او دغه کوم بیت چې ته یې یادوې یاره هسې دې په ما تور لګولی دی او هغه بیت د ځواب دی ته هلته وګوره له کوم بیته چې دچا نوم لاندې لیکل شوی وی همغه لیکلی یاره ما نه دی لیکی

مهربان پام 11.08.2010 11:20

تر هرڅه وړاندې مو د نېمې شپې فې البديهيه شاعرۍ په بېتونو خوښ شوم. ياران دې تل خوشاله وي، چې دغسې مجلسونه تيار کړي
يوه ګيله غوندې لرم، زه ساحل له ډېر پخوانه پېژنم، له ده سره زما د پېژندنې تړاو دده له شعر نه پيدا شوى، کنه تراوسه ورسره داسې پوره ساعت يا ساعتونه په يوه مجلس کې نه يم پاتې شوى؛ خو په لوستو يې غوړېدم او د يو پښتون احساس خاوند مې باله، په شعر کې يې حيا، افغانيت، پښتونواله، شجاعت، کلتوري ارزښتونو ته پام او نور ډېر داسې څه ليدل کېدل چې زما پام يې لوستو ته اړو، مګر د تېرې شپې په فې البديهيه مشاعره کې مې دده يو بېت ولوست، تاسې باور وکړئ چې زړه مې خويه شو. داسې فکر مې وکړ چې داخو هغه ساحل نه دى چې زه يې په کوم رنګ پېژنم؛ خو کله مې چې پام شو او په بنډار کې شريک ياران مې ولوستل پوى شوم چې همغه ساحل دى چې ماترې تراوسه پورې د داسې شعر ويليو تمه نه کوله((زه يې نوم اخلمه ته پرې سور او شين شې
ستا پرې څله کونه شکيږي رايادېږي)) د يو پښتون احساس خاوند ته دومره سپن سترګيتوب نه وي پکار چې په شعر کې يې وکړي؛ ځکه دغه شعر چې نن ده ويلى دى په دې انټرنېټ پاڼه کې يې زرګونه لوستونکي لولي او شايد يو وخت دداسې مشاعرو ټولګې چاپ شي؛ نو بيابه اوسنى ساحل د خلکو پر وړاندې څه ښکاره شي(!)