Amel 1

غزل

10.04.2009 02:37

دغه شعر له ناروې نه ګران حبيب الله راستولې چي زه هم دهغه په غوښتنه په اميل کې نشروم

دهغه ليک
Grana Ikram jana ehteramat me wa manai, hila mand iam
 che sher rata nashar staso po saite ke nashar shi, aw ywa me video ham dar walizala che dera sha da.

نيټه : 10-04-2009
ځان مرګي ته!!
په څه راقــم جنت ته لاره مومې
ډېر په ســتم جنت ته لاره مومې
ته چه دا دومره بې ګناه وواژنې
بيا به لا هم جنت ته لاره مومې؟
د بل خوښي در باندې اور بلوي
د بل په غـــم جنت ته لاره مومې
زما د وينې تويې،کـور ړنګ شي
ته په درهـــم جنت ته لاره مومې
حبيب اله دا قلم د ستړی مه شه!
په دې قلــــم جنت ته لاره مومې

حبيب اله ــ ناروې