Amel 1

پخوانې مينه

11.04.2009 09:09

راليږونکی :Mohammad Sbir Beria
د راليږونکي پته :ms.beria@gmail.com


محمد صابرخان بى ريا

پخوانې مينه
شکرچې بيا يوځلى يوبل ګورو
شکرچې بيا مې ستا خنداواوريده
تاته به ياد وي اوکه نه ؟
چې زه تنکى ځوان ته تازه پيغله وې
زما اوستادژوندخوږې شيبې وې
هغه د مست کلي هريوماديګر
داسى راتلولکه وړوکې اختر
تاته به يادوي اوکنه ؟
ها غه، دکلي د مشرانوتړون
چې يې دمينې په شک ، دمرګ فتوا ورکړله
داچې موږدواړه وو
خواږه همځولي
موږته معلومې وې دمينې لارې
داچې موږدواړه وو ياغي مينان
وو ديوبل په مينه تل سرګردان
زموږه مينه وه سپيڅلې مينه
نه په کوم درد خبروونه په مړينه
بس په دى وخت کې يوه توره بلا
دانقلاب په نامه
دلوى عذاب په نامه
له هاغه، پورې خوا راوخوځيده
تاته به ياد وي کنه ؟
چې يوماتم يوه غوغاجوړه شوه
له ټول هيواد نه کربلا جړه شوه
هغه مې هم په ياد دي
چې کلې ټول بمبارشو
تاپه تنکي ورورک ژړاکوله
بياله خواږه کلي سپيره انقلاب
سره جلاکړودواړه
زه په يوه اوته په بله لاړې
زه تراټک ته ترکابله لاړې
سره پيدامونکړل
وختونه تيرشول زمانې تيرې شوې
جقيقت تيرشوافسانې تيرې شوې
شکر چې بيايوځلې يوبل ګورو
جانانه اوس مې هم دزړه سمندر
ستادخوږې مينې موجونه وهي
خويوسپيره آرمان مې
په زړه شوپاته ترقيامته پورى
هغه يوداسې آې رمان
چې مابه تل ځوروي
لکه زاړه ټوپکيان، چې بيا کابل ځوروي
شکرچې بيايوځلې يوبل ګورو
منم چې کله به دزماپشانته
سترګوکې اوښګې راشي
خيرګرانې مه ځوريږه
دادقسمت کيسه ده
دادحالاتوخرپ و
چې زموږمينه يې په اور لاهوکړه
شکرچې بيايوځلې يوبل ګورو
ماته همدومره بس ده
چې کله کله دى کوڅه کې ګورم
هميش دزړه په آينه کې ګورم
خيرکه زمانشوې.
نصيب به نه وو.

پاى
پکتيا آريوب