Amel 1

كونړ (وركه– چغسراى)

14.04.2009 09:03

كونړ (وركه– چغسراى) 
د جغرافيوي جوړښت له مخې كونړ په درې برخو وېشل شوى دى او هره برخه يې په بيلا بيلو نومونو نومول كيږي. كوز كونړ، بر كونړ او د خاص كونړ نومونه د خلكو په مينځ كې شهرت لري.د كوز كونړ برخه دننګرهار ولايت پورې تړلې ده چې مهمه ولسوالۍ يې د خېوې په نوم ياديږي. خو هغه برخه چې اوس كونړ ولايت پورې تړلې
پلازمېنه يې اسعداباد دى چې پخوا بيا دا سيمه د چغسراى په نوم هم ياديده.

لرغونپوهان وايي چې په كونړ كې ځنې انځورونه چې په ډبرو كښل شوي داسې انګېرل كيږي چې ښايي زرګونه كاله پخواني وي. هغه مهال چې لوى سكندر كونړ ته راننوت له ډېرو ستونزو سره لاس په ګرېوان شو اّن دا چې د خلكو د ټينګ مقاومت په ترڅ كې ټپي هم شو نو ځكه د كونړ لاره يې په درې مياشتو كې ووهله او د استاد كاكړ په وينا د اسپه زيو (اوسني يوسف زي) او اسواكا افغانانو سره د جګړې نه وروسته د اسمار له لارې بونېر او سوات ته لاړ.


د هېواد نامتو تاريخپوه ارواښاد احمد علي كهزاد هم ډاګيزه كړې چې سكندر د كونړ په دره كې د اوسني چغسراى له لارې چې د پېچ درې په خوله كې پروت دى د نورستانيانو د نيكونو د جګړو له بابته اسمار ته واووښت او بيا له هغه ځايه سوات او بونېر ته لاړ." (افغانستان د رپرتو تاريخ كهزاد 56مخ) پوهاند حبيبي د
كوتړ لرغونى نوم وركه بولي (تاريخ مختصر…59مخ).
له دې سربېره د كونړ سيمه كې د ځنو لرغونو متونو پر بنسټ د اريكايوم يا اريكاون Ariqaeum يادونه هم شوې ده. ولسن Wilson ويلي دي چې د كونړ سين د اوسپلا Euspla په نوم يادېده. همدارنګه په ځنو زړو متونو كې د "وركه" ټكى له كونړ نه سربېره د كونړ سين ته هم كارېدلى دى.
دلته د نورستان د خلكو يادونه اړينه بريښي ځكه هغه مهال چې نورستان يو مستقل ولايت نه و تر ډېره وخته د نورستان يوه برخه د لغمان ولايت او بله برخه يې د كونړد ولايت برخه وه خو په لرغوني تاريخ كې بلورستان (نورستان) هغه مهمه سيمه وه چې نه يوازې اوسنى نورستان په كې شامل و بلكې ډېرې نورې برخې هم د بلورستان په جغرافيه كې شاملې وې.
مستر بيلو نامتو تاريخپوه په دې اړه څرګنده كړې ده: " هغه سيمې چې په پخوا وختو كې د اوسني نورستان (بلورستان) برخې وې نومونه يې دا دي: "چترال (كاسګر) پاسين او ګلګت، سري نګر، او د كشمير نورې برخې … " همدا رنګه د" بابر" په مهال هم ( 1504ز) نه يوازې چترال د بلورستان (نورستان) برخه ګڼل شوې بلكې "چغن سراى" او اسمار هم د كاپرستان برخه ګڼل شوې ده. "مسيو بارتولد" د 16 شپاړسمې پېړۍ ليكوال محمد حيدر په قول كاږلي دي چې د كابل له وادي نه نيولې تر كشمير، ياركند او كاشغرستان پورې سيمې د بلورستان برخه وه.

يو جغرافيه پوه "سرهنرى پول" ورته اند لري خو "ماركوپولو" دغه سيمه د "بولور" په نوم ياده كړې ده. ځنې وايي هغه اريايان چې له بلخ نه دې سيمې ته را ورسيدل لومړى دا سيمه د "باختر بالور" چې بيا وروسته د "بيلاور" په نوم ياده شوه او په پاى كې دې كلمې په لږ توپير بدلون "بولور" يا بلورستان او اوس د نورستان په نوم ياديږي.
پخواتر دې چې يونانيان د كونړ سيمې ته را ورسيږي د افغانستان په لرغوني تاريخ كې د "نيسا" په نوم چې ځنې "ديونيزوس" هم يادكړى دى يو ښار ودان وو چې يو شمېر څېړونكو دا په ګوته كړې چې نومړى ښار په اوسني چغسراى (چغن سراى) چېرته چې د كونړ او پېچ سيندونه يوځاى شوي اباد و. ولې كله چې سكندر دې سيمې ته را ورسيد ددې ښار مشر او ريْس وړانديز وكړ چې د"بكوس" په درناوي چې د شرابو رب النوع دى د دې ښاريانو خپلواكي ته بايد غاړه كيږدي. په دې لړ كې د "اكوفيس" وړانديز ومنل شو او په همدې درناوي سكندر ددې ښار له ورانۍ نه ډډه وكړه او له كونړ نه ووت. كه څه هم ځنې څېړونكي ټينګار كوي چې ددې ښار په اړه بايد په ننګرهار، لغمان او كونړ كې هر اړخيزې څېړنې وشي چې په رښتنې بڼه دا څرګنده شي چې دا ښار چېرته اباد و. ځكه يو شمېر څېړونكي په دې اند دي چې د "نيسا" او يا د "نيسايا" ښار پلټنه بايد په كونړ كې وشي او ځنې بيا وايي چې داښار په هغه ځاى كې ودان و چېرته چې په لغمان كې د الينګار او اليشنګ سيندونه يوځاى كيږي. يو شمېر پوهان وايي چې "ديونيزوس" ښار دننګرهار ولايت د هډې په سيمه كې اباد و. هره خبره چې وي وي به خو دا يو څرګند حقيقت دى چې كونړ د جغرافيوي موقيعت له مخې له پخوا نه يوه مهمه سيمه وه. د "هيرودت" او "سترابون" څرګندونو او څېړنو له مخې د ګندهارا يا ګنداريس څلور خواوې داسې را په ګوته كوي چې دا هېواد د كونړ، سند، كوپيس KHOSPES او يا كابل تر مينځ پروت دى. خو كله چې د سكندر پوځونه په دغه سيمه كې ځاى په ځاى كيږي دغه سيمه د " ګنداروي GANDARIOI " اويا ګنداروا GANDRWA " په نوم يادوي خو دغه مهال تاريخپوهانو يې څلور خواوې نه دي په ګوته كړي. ولې "الفرد فوشه" دغه سيمه په څلورو مهمو نومونو مشتمله بولي:
پوراشاپورايا اوسنى پېښور
پوشكلاواتي (چارسده)
پولوشا ( PO-LO-KA )
اوداه هند (OUDAH HOUNDA )
دار نګه ډېر لرغونپوهانو او تاريخ څېړونكو په دې اړه اوږدې خبرې كړي خو د ګندهارا پوهانو او ليكوالو ددې سيمې ستراتيژيك جغرافيوي موقيعت د هند او باختر تر مينځه ذكر كړى دى.

د مخه مو د كونړ جغرافيوي جوړښت يادونه وكړه او لكه څنګه چې سكندر د همدې ارزښت له مخې د كونړ له لارې د پنجاب او هند تر ځمكو ورسيد دا رنګه مغلي واكمن بابر هم كونړ ته راغلى دى او پخپله بابر نامه كې كاږلي دي: " له كابل نه د خورد كابل په لار وخوځېدو… د كابل او لمغان (ننګهار) تر مينځ … چې كوم سهار موږ له جګدلك نه روان شو ددې ځاى او لمغان تر مينځ پرتو افغانانو… غوښتل كوتل بند كړي… ډولونه يې وډنګول ايستلې تورې زموږ په لور راوخوځېدل … د نورو د عبرت له پاره مو ټول ووژل." (341 مخ) بابر داځل تر كونړه پورې ځي. خو د هندوستان له تګ نه بيا هم لاس اخلي او بېرته كابل ته ځي. كله چې په كابل كې د ځنو حالاتو په باره كې غږيږي د "ده افغانان" نوم هم يادوي او وايي :" عبدالرزاق ميرزا له ننګهارنه راغىاو په ده افغانانو كې دېره شو." (345مخ ) له دې څرګندونې نه هم د كونړ ارزښت په ډاګه كيږي چې سكندر نه را واخله تر بابره ډېرو فاتحينو له دې لارې هند ته سفر كړى دى له دې سربېره هغه مهال چې اريايان له خپل اصلي ټاټوبي باختر نه د شمير زياتوالي له بابته كوچېدلي دي په ډېرو لرغونو متونو كې راغلي دي چې دغه اريايان د درو او سيندو له لارې كرار كرار له يوه ځايه بل ځاى ته كډه شوي دي. د كابل (كوبها)، كرمې (كرومو)، ګومل (ګوماتي)، كونړ سيند (راسا)، سوات (سوتى)، ارغنداب (سرسواتي)، هلمند (هنومند) او د نورو سيندونو له لارو او درو څخه روان شوي چې بيا يې په هره دره كې په سونو كالونه تېر كړي دي. لرغون پوهان وايي چې د كونړ او چغسراى په بېلابېلو سيمو كې ځنې اولسي كيسې د خلكو په منځ كې دي چې په دغه لړ كې يوه كيسه هم د "ننګرشاه" وه چې خولې په خولې له يوه نسل نه بل نسل ته شوې وه چې بيا ننګرشاه نه "ننګرښار" جوړ شوى ښايي چې اوسنى ننګرهار هم له همدې كلمې څخه اخستل شوى وي. ځكه چې " هار" د ښار په مانا راغلى دى … (د ننګرهار بحث وګورۍ)
ولې لكه څنګه چې مې دمخه وويل چې د كونړ په اولسي او پلكوريكو كيسو كې د ننګرشاه نوم يادېده ښايي همغه خبره وي چې لرغوني اريايان د كابل او لغمان د سيندونو په امتداد د كونړ سيند په لټه اوسني كونړ كې استوګن شوي وي او د "ننګرشاه" كلمه يې ښايي له خپلې پخوانۍ سيمې نه له ځان سره راوړي وي. خو د كونړ د نوم په اړه په لرغونو او پخوانيو متونو كې موږ څه تر لاسه نه كړل. ښايي چې هغه مهال به د پېچ او اسمار سيندونه دومره ډوب او چغر نه وو نو چې نه وو هرو مرو خلكو په غرونو او يا د غرونو په لمنو كې ژوند كاوه. اوس چې د كونړ د غرونو لوړې څوكې ګورو په ځنګلونو پټې دي او ګومان كيږي چې په لرغونو زمانو كې به دغه ځنګلونه د غرونو په ښكته برخه كې هم و… د ځنې نښو نښانو له مخې ډول ډول بوټي او ونې په كونړ كې تر سترګو شوي او تر سترګو كيږي چې نښتر، ښون، څېړۍ، د نانګو او مماڼو ونې، لوښتي، برړه، برنټه، سر ازغى، پلوڅه، ګنډېرى، خمزوره، ماڼو، بروزه، څرګړى، كړكى، غوړګه، سپلمۍ، هرهنډه، غوريزه او نور په سلګونو ونې او غڼې يادولاى شو. خو په دغو ونو كې چې كومه ونه ډېره تر سترګو شوې او يا د نورو ونو په پرتله زړه راښكونكې وه چې هره ګړۍ ورته ګورې داسې ښكاري لكه چا چې دستي ورته مخ وينځلى وي، هغه ښوون دى. نو ځكه ويل كيږي چې كونړ نوم ښايې له ښوون څخه اخستل شوى وي.

پوهاند ډاكتر زيار هم په دې اند دى كه چېرې د كونړ كلمه په دوه برخو ووېشو نو " كون " او " نړ " ترې جوړيږي چې " كون " ښوون ته وايي او "نړ" درې ته ويل كيږي چې په بشپړه مانا " ښوون دره " ده
په پښتو كې اوس هم د "ناو"، "شېلى"، "ناړى" ژوندۍ كلمې دي چې په كورو كلي او بانډو كې استعماليږي. دا رنګه د كونړ د سيند د نوم په اړه هم ډېرو متونو كې يادونه شوې چې ځنو د "چترال" سيند بللى او ځنو بيا د كاشفر په نوم ياد كړى او ځنې يې بيا د اسمار سيند بولي چې له نورستان نه سر چينه اخلي او لنډي سين او د پېچ سيند يې له مهمو مرستيالانو څخه ګڼل كيږي.
له دې يادونې څخه موخه دا هم ده چې ددې سيمې جغرافيوي جوړښت په ګوته كوي. "چغان تپه" يادوو چې په پخواني تاريخونو كې يې يادونه شوې ده او هغه وخت چې بابر دلته راغلى دى په خپل كتاب كې دا نوم "چغانيان سراى" راوړى چې بيا وروسته "چغان سراى" شو او اوس د چغسراى په نوم ياديږي
د چغسراى په سيمه كې د ځنو نښو نښانو له مخې ښكاري چې دلته كومه لويه ابادي له پخوانه موجوده وه. د غره په لمنه كې د پېچ درې په امتداد يوه لويه هديره ترسترګو كيږي چې د مرمر په لويو ډبرينو خښتو چې د ګلپاڼو انځورونه هم پرې كښل شوي دي پوښل شوې ده.
لرغونپوهانو چې كوم كښل شوي نومونه په عربي ليكدود ليدلي او لوستي دي په دې لړ كې يې د سلطان پګل، ننګر، ابن عمر، بهرامشاه، حيدر علي او نور تر سترګو كيږي.
په اولسي او پلكوريكو كيسو كې هم راغلي چې له "چغتايي" شهزادګانو پخوا د كونړ په دغه سيمه كې سيمه ييز پادشاه "ننګرشاه" واكمن وو چې بيا دوه تنو شهزادګانو هر يوه "سلطان پګل" او "بهرامشاه" پر دغې سيمې تيرى وكړ.
د افغانستان نامتو تاريخپوه ارواښاد كهزاد هم د دغو ولسي كيسو له مخې دې پايلې ته رسيدلى چې له مغلي پېر نه پخوا په "چغان تپې" كې ابادي موجوده وه او ددې سيمې له جغرافيوي او سوق الجيشي اهميت نه ډاګيزه كيږي چې د بلور خلكو د بهرنيانو د تيري په وړاندې دريدلي او اّن د سكندر سره يې جګړه كړې ده.
بابر هم د خپلو فتوحاتو په لړ كې پخپل مشهور كتاب "تزك" كې ددې يادونه كړې چې په چغسراى كې د كافرستان (نورستان) خلكو په داسې حال كې چې د شرابو غړكې يې په غاړه وې ددې سيمې د خلكو مرستې ته راغلي وو.
يو شمېر تاريخپوهان لكه د مخه چې اشاره وشوه په دې اند دي چې ددې سيمې د مذهبي مشر په وړانديز سكندر له جګړې څخه لاس واخست. خو يو شمېر وايي چې نا په دغه ځاى كې ښايي داسې يوه جنګي كلا موجوده وه چې بيا وروسته ښايي د جګړو له كبله سوځېدلې وي ځكه د سكندر د مهال نښې نښانې ښيي چې د چغان په تپه كې كومه كلا هرومرو ودانه وه او د بلور خلكو 2400 كاله دمخه د سكندر سره ډغرې وهلي دي. دا ځكه كه چېرې جګړه نه واى شوې نو بيا څنګه ويلاى شو چې نوموړى دلته په پښه ټپي شوى وو ؟
كله چې د ګوډ تېمور يرغلونه (800ل - 1397 ز) د افغانستان په ځنو سيمو كې جاري وو په دغه مهال كې سيمه ييزه واكمنۍ موجوده وه. هغې كورنۍ چې دلته واكمنۍ چلوله د واكمن نوم يې سلطان " كهجامن" او زامن يې چې دمخه هم ورته اشاره شوې د يوه نوم يې سلطان پګهل او د بل يې سلطان بهرام وو. علامه عبدالحي حبيبي دا دوه تنه نامتو واكمن د"هندو" لمسيان بللي دي او دايې هم په ډاګه كړې چې سلطان پګهل له لغمانه تر كونړه او له باجوړ نه راواخله تر سوات او كشمير پورې د واكمنۍ واګي غوځيدلې وې گ وروسته بيا سلطان بهرام لغمان او ننګرهار ونيو او مخالفين يې پېښور ته وتښتېدل گاو د حكومت پلازمېنه يې د سپين غره په لمنه كې "پاپين" وو
كله چې د سلطان ابو سعيد ګورګاني زوى ميرزا الغ بيګ د يوسفزو مشران ووژل خو يوازې د سلطان شاه يوسف زى وراره "احمد" ژوندى پاتې شو نو بيا په ډېر شمېر كې يوسف زي ننګرهار، كونړ او له هغه ځايه پېښور او اّن تر سواته پورې ورسيدل.
لنډه دا چې د كونړ دره زموږ د هېواد يوه مهمه غرنۍ سيمه ده چي ديوې ليكې په څېر له ختيز نه لويديز پلوته غوزېدلې ده. د ختيز طلول البلد 70 او 71 درجو 6 او 23 دقيقو 14 او 28 ثانيو او د شمالي عرض البلد 34 درجو 27 او 33 دقيقو، 13 او 24 ثگانيو كې پرته ده.
يو مهال كونړ د لويې ولسوالۍ په توګه د ننګرهار ولايت برخه وه خو اوس پخپله يو ولايت دى چې مهمې ولسوالۍ يې دا دي: د څوكۍ ولسوالۍ چې د نورګل او نرنګ علاقه دارۍ يې هم برخې دي، د خاص كونړ ولسوالۍ، د سركاڼو ولسوالۍ، د پېچ ولسوالۍ، اسمار ولسوالۍ او نورې يادولاى شو. 
- شهسوار سنګروال نيازی -

له پښتون خوا نه په مننې