Amel 1

په پښتو ادب کې کې د کره کتنې څرکونه (لومړۍ برخه )

24.04.2009 06:55

لومړۍ برخه : نقد يا کره کتنه
 
 د کره کتنې موضوع ډېره پراخه ده او ډېر اوږد تاريخي شاليد لري په دومره لنډ او تنګ وخت کې يې ليکل او ټولول اسان کار نه دى خو په هر حال زه له ځني کتابونو څخه اړين ټکي را اخلم او په خپله دغه ليکنه کيې ځاى کوم .
د کره کتنې نومکه موږ اخلو ، نو زموږ په ذهن کې به حتما نيوکه ځاى نيسي خو دا به دا مانا ونه لري چې موږ په په يو چا نيوکه کوو ، ځکه چې د نيوکې او کره کتنې ت رمنځ ډېر واټن موجود دى ، خو له يو بل سره ډېرې نږدې اړيکې لري او له يو بل سره لازم او ملزوم .
تعريف: د يو چا يا يو شي ښېګڼې او بدګڼې په ګوته کول او هغه ته د اصلاح لاره لټولو ته کره کتنه وايي.
يا په بل عبارت  د يوه کار په ښو اوبدو فکر کول خپله نقد دى يا دژوند په جريان کې د ژوند د پرمختګ لپاره د ښو او بدو سنجولو ته کره کتنه وايې .
که کره کتنه نه واى نو انساني ژوند دومره پرمختګ نه شو کولاى
خو که بل خوا فکر وکړو کره کتنه د شعور په مانا هم اخيستلاى شو ځکه چې شعور هم د راتلونکي لپاره د په ښو او بدو فکر کولو ته وايې . که چېرې اولنى تعريف سم وګڼو نو کره کتنه به په دې مانا نه وي چې د يو چا د ليکنې سپکاوى دې وشي بلکې دا په حقيقت کې هغه ليکنې ته چې کره کتنې ته وړاندې شوې ده ګټور تمامېږي . په کره کتنه کې بايد يواځې د ليکنې نېمګړتياوې ونه لټول شي بلکې شېگنې يې هم په پام کې ونيول شي. او که داسې ونه شي نو د کره کتنې له وصولو څخه سرغړونه او دا ناوړه پاېلې رامنځ ته کوي .

کره کتنه د بېلابېلو پوهانو له نظره:

موږ وړاندې هم يادونه وکړه چې د کره کتنې په اړه د پوهانو نظرونه مختلف او کره کتنه ټولو په بېلابېلو ډولونو تعريف کړې ده .
زه د لته د ځينو پوهانو نظرونه د کره کتنې په اړه په لنډ ډول را ، اخلم.
پروفيسر حنيف خليل په خپل کتاب تنقيدي ادب نهمه پرچه کې د کره کتنې په اړه داسې ليکلي دي :
تنقد د نقد له لفظ څخه جوړ شوى او نقد د عربي ژبې لفظ دى او مانا يې ده نقدول يا نغدول يانې کره او کوټه معلومول دي .او د نقد اصطلاحي تعريفونه مختلف دي خو موږ د اردو ژبې د پياوړي کره کتونکي ډاکټر عبدالله په حواله د بېلابېلو کره کتونکو څو تعريفونه وړاندې کوو هغه ليکي:
١: ادبي نقد په مختلفو زمانو کې بېلابېلو عالمانو تعريف کړى ددې ډول ډول تعريفونو لامل د علماو مختلفو نظرونه دي چې هر عالم تنقيد ته په بېل نظر ګوري او په نتيجه کې اختلاف رامنځ شوى .
په عربي ژبه کې د نقد يا انتقاد مانا په ښو او بدو باندې يو څه ويل دي او په يوناني ژبه  کې Krinein مانا لفظ يا انتقاد دى ، ددې مانا له مخې او په دې مانا کې د مختلفو ادبي تصوراتو د يو ځاى کېدو او مختلفو نظرونو د موجوديت له وجې د نقد تعريفونه مختلف دي چې په لاندې ډول يې را اخلم .
١: په ښه انداز او مناسبه طريقه د ادبي ټوټې پېژندنه او د هغې عېبونه او محاسن پېژندل او د هغې باره کې فېصله کول .
٢: د يوې ادبي ټوټې ځانګړنې او د هغې ډولونه رابرسېره کول خپله نقد دى .
٣: په لنډ ډول د تنقدي موخه دادبي ليکنو ښه والى او بد والى مطالعه کول او په تشريحي ډول يو څه وصول برابرول او د هغو وصولو مطابق تنقدي کول.
٤: د ايډ منډ کوس په نظر د يوې ادبي او هنري ليکنې د ځانګړنو په اړه فېصله کول نقد بلل کېږي.
٥: يو جرمنى عالم داسې نظر لري :
کره کتنه دا ګوري چې يوه ليکنه تر کومې اندازې د هغه قوانينو او قواعدو مطابق ده چې په هغه وخت کې خلکو ته د منلو وړ ده .
٦: په اطالوي دايرۀ المعارف کې داسې ليکل شوي دي .
تنقدي د هغه عمل يا ذهني حرکت نوم دى چې د يو شي يا د ادبي ټوټې ارزښتناکه برخه له بې ارزښته برخې څخه بېلوي .
٧: د ادبي ټوټو د ارزښت اندازه معلومول او دهغې قېمت پېژندنه.
٨: د (ائ، اے، رچرډر) په نظر تنقيد د يو منصف کار تجزيه کول دي او د هغه د ليکنې د ښکلا په اړه فېصله کول دي.
٩: مډلټن مرے په فکر ښه تنقيد هغه دى چې د هغه وساېلو چاڼونه وشي د کومو په مرسته چې شاعر د خپل ادراک او مکاشفې له مخې خپلو مخاطبينو ته وړاندې کوي .
١٠: د تي اېس ايليټ په اند تنقيد فکر هغه برخه ده چې ښه او بد کشف کوي او دا معلومي چې شاعري څه شى دى د شاعرۍ ګټې څه شى دي ، شاعري د کومو حواهشاتو استازولي کوي ، شاعر ولې شاعري کوي او خلک يې ولې شاعربولي ( ) اردو ترجمه.
سحر يوسفزى په خپل کتاب ادب څه دى د نقد تعريف داسې کوي.
دجاج يا تنقيد مطلب دى د يو څيز کتنه څېړنه او د هغې پر ښو او بدو ځان ښه پوهول دي .په انګريزي کې ورته Criticism لفظ استعمالېږي چې مانا يې ده عدل او انصاف .
دا کليمه د يوناني ژبه د له Krinein څخه اخيستل شوې ده او مانا يې ده فېصله کول او په پښتو کې ورته د جاج ټکى لرو او دا هم همداسې مانا لري( )
وايې چې ادبيات د ټولنې وجدان او ادبي کره کتنه د ادبياتو وجدان دى هره ادبي کره کتنه چې د ټولنې په خاطر د خلکو لپاره او ادب د سپڅلتيا او سمت ښوونې په منظور ليکل شوې وي په واقعيت کې د ادبياتو وجدان بلل کېږي.( )
خو نقد ځينو نوروليکوالانو او پوهانو په ځينو نورو ډولونوتعريف کړى دى په لاندې ډول يې اخيستنه کوو.
تنقيد محاکمې ته وايې او په عامو خبرو اترو او ادبي اصطلاح کې ادبي نقاد چا ته ويل کېږي چې هغه د يوه محصوص حصوصيت او مشق له وجې ادبي تخليقاتو ته ځير وي چې دغو تخليقاتو د حسن او قبيح اندازه لګوي او بيا پرې يوه فېصله کوي.
خو تنقيدي ادب کې هغه ادب هم شامل دى چې په کې څه فېصله نه وي او په دې طريقه د تنقيدي ادب لاندې هغه ټول ادب راځي چې د ادب متعلق ليکل شوى وي .که ددغه ليک مقصد تجزيه وي محاکمه يا شرحه او که دغه ټول څيزونه په کې مشترک وي لکه شاعري، ناول ، ډرامه او د ادب نور اصناف چې براه راست له ژوند سره تعلق لري .( )
خو بلخوا افغاني ليکوال او څېړونکي سېد محى الدين هاشمي داسې تعريف کړى :
ادبي کره کتنه چې د ادبپوهنې بله ستره اومهمه بنسټيزه څانګه ده چې په لغت کې فرهنګونه ، ويناپېژندنه ، دخبر سنجونه ، رښتينى قضاوت او دادبي اثارو ارزښت معلومونه را اخيستې ده( 5)
په عربو کې پخوا دنقاد اصطلاح په عامه توګه داصلي او کوټه يعنې ناچلو دينارونو او درهمو بېلوونکي او دښه او بد پېژندلو په معنى استعمالېدله .
خو اوس په ادب کې دوينا دښو اوبدو اړخونو ( ښېګڼو او بدګڼو ) معلوموونکي ته کره کتونکى يا نقاد وايي
يا په بله وينا کره کتنه په لغت کې محاکمه کولو ته وايي او په ادبي اصطلاح کره کتونکى ( نقاد ) هغه چاته وايي چې دنقد په وسيله دادبي اثارو او دهغوئ دښه والي او بد والي په اړه لوستونکي ته يوه پرېکړه صادروي . (٦)
نوله دې ځايه دې نتيجې يا پايلې ته رسېږو چې ادبي کره کتنې په واسطه ديو ليکوال اثار او دهغه دليکنو ښه او بد اړخونه دپرېکړې لپاره محاکمې ته کشوي .
خو بلخوا که کره کتنه دقضاپه معنى واخلو نو داسې به معلومه شي چې نقاد قاضي يا فييصله کوونکى او ليکوال مجرم دى ، خو هغه کوم جنايي مجرم  بلکې دده دليکنې دلاښه والي قاضي يافييصله کوونکى دى .
نقد په دې معنى نه دى چې دچا دشخصيت غندنه او توهين دې وکړي بلکې ديوه ليکوال ليکنې ته هنري ارزښت او قوت وربښي اوکه داسې ووايو چې ادبي کره کتنه ديوليکوال هنداره ګڼل کېږي چې هم ځان پکې ويني ( ګوري) او هم لوستونکى پکې ګوري او يوه چاڼ شوې ليکنه مقابل لوري ته په مدلل ډول وړاندي کوي .
يکره کتنه : دادادبي اثارو دکره او ناکره ، پوره اونيمګړو برخو ، ښېګڼو او بد ګڼو په هکله لوستونکي ته فيصله صادروي .
کره کتنه دادبياتو لاره ګڼل کېږي او ليلکوال لپار روڼ مشعل دى .
که ادبي کره کتنه داسې ومنو چې ديو ليکوال دليکنې ښېګڼې او بدګڼې په ګوته کوي او هغه ته داصلاح لاره لټوي خو په پښتو کې ددې بلعکس منل شوې ده هغه داسې چې دلته يواځې دليکوا ل دليکنې توحين کېږي دهغه بدګڼې په ګوته کېږي او ښېګڼو ته يې هيڅ پاملرنه نه کېږي .
يوليکوال په دې اړه داسې کاږي : (( دتنقيد څخه عام څه ښه مطلب نه اخلي ، هغوئ داخيال کوي چې ګوندې دا دچا غندنه ده ، بد رد ويل دي ، دچا کمزوريو او غلطيو ته نغوته ده ، داخبره دومره عامه شوې ده چې ناپوهه خو ناپوهه دى ولې پوه خلک هم تنقيد څه داسې غوره څيز نه ګڼي او ددې په اړه دڅه ښه شي سوچ نه کوي .
ددې يو لامل  خو دا دى چې اول ، اول په ادبياتو کې کوم تنقيد رازېږيږي هغه ددښمنۍ پرځمکه ولاړ وي ، دهغې څانګې ، پاڼې او مېوې غندي او شرموي يې ، داډول نقد يا تنقيد د  تعصب او د ذاتي کرکې له امله ترسره کېږي .
دويم لامل يې دادى: فنکاران چې په لومړي ځل په ادب کې قدم ږدي ، هغوئ په هرقدم باندې تيندکونه خوري ولې بياهم دانه غواړي چې ګوندې څوک ورته کمې ورپه ګوته کړي او هغوئ چې په ادب کې کوم کار کړى دى دهغې په ژوره کتنه ورشي او هغوئ له هاغه لوړ ځايه راوغورځوي کوم چې ناپوهه خلکو هغوئ له ورکړى دى او په دې چل دمشرۍ ټوپۍ دهغوئ له سره کوزه شي .
په دې کې هيڅ شک نه شته داسې تنقيدهم کېږي چې دهغې تخم ددښمنۍ او له کرکې ډک وي او يادبل يو فنکار يا اديب دغه عزت ته کتلى نه شي پخپله څه کار نه شي کولى ، ولې بياهم په دغه لوړ ځاى باندې پرېښودل نه غواړي چې داسې تنقيد ته تنقيد ويل غلط دي ، داتنقيص دى او دې په اد ب کې هيڅ لوړ ځا ى نه دى موندلى اونه به يې بيامومي ، داسې تنقيد دموسمي وښو په شان وي کوم چې راټوکيږي ديو ې دنګې ونې له ډډ نه تاو شي خو وخت يې زرختميږي )) (٧)
نووايو چې په پښتو ادب کې نقد دکرکې او نفرت او بې اتفاقۍ په معنى دى او دپښتنو ټو ل نقدونه په انفرادي کرکه ولاړ دي او شخصي کېنې پکې راسپړل کېږي  .

دکره کتنې تاريخي پس منظر
دزياترو مورخينوپه عقېده چې چې دزياتو علومو منشاء چې ديونان څخه سرچينه اخلي کره کتنه هم له دغه ډلې څخه ده چې پيدايښت يې په يونان کې شوى او بيايې نورې نړۍ ته پراختيا موندلې ده .
دميلادڅخه دمخه په يونان کې هومر شاعرالياداودېسه وليکل او هېسودس هم ځينې اشعار وليکل چې وروسته  ايسخېل يورېپيد، سوفوکلس او ارسطو پان ډرامې وليکلې خو دهومر اثار ( الياد اودېسه ) ديونان تاريخ ګڼل کېده ولې ديونان لوئ تاريخ ليکونکي هيروديت دهومر اثار ديونان تاريخ نه بلکې افسانې وبللې .
که  تردې هم تېر شو نو ديونان فليسوف ارسطو دغه ټول اثار په دقت مطالعه کړل او هغه يې په برخو ووېشل  چې په لومړۍکټګورۍ کې يې په ( حماسي ، غنايي ، تمثيلي ) ووېشل او په دوهمه کټګورۍ کې يې دغه لرغوني ادبي آثارپه پينځو برخو ووېشل  ( کره کتنه ، ادبي تاريخ ، ادب تيوري ، متن پېژندنه ، پبلو ګرافي )  (١) چې دلته زمونږ موضوع هم کره کتنه ده نوداسې وايو چې دکره کتنې تاريخ له کوم ځاى څخه شروع کېږي ، دپوهانو نظرونه بېلابېل دي چې په اړه يې ځينې نظرونه دا اخلو .
دځينو ادبي تيورۍ  پېژندونکو په نظر ادبيات اوکره کتنه يوځاى منځ ته راغلي ځکه چې هروخت شعر ويل شوى او يا ډرامه ښودل شوې هرو مرو يې په اورېدونکو ياليدونکو باندې يوډول اغېزه کړې ده .
څرنګه چې کره کتنه په ساده بڼه  کې ديو ادبي آثر په مقابل کې دعکسلعمل څرګندولو ته ويل کېږي نو طبعآ هرچېرې چې ادبيات وي هلته کره کتنه هم وجود لري ، ځينې پوهان له دې سره موافقه نلري او په دې نظردي چې کره کتنه په يونان کې دميلاد څخه شپږ پېړۍ مخکې منځته راغلې ده ، وايي چې ( زينو فنيز(xenophanes اوهر اکلتيس يوناني فليسوفانودهومرشاعر په شعرونو باندې اخلاقي ايرادونه نيول او ځينونورو له هومر څخه دفاع کوله .
خو په ښکاره ډول چې کره کتونکي ياد شوي دي په کال ( ٦٠٠_٥٢٥) ق م کې داتن ښار نامتو سردار او ډيکتاتور ( پيزيسترات ) دى خو دځينو په عقيده په څلورمه  ق م ميلادي پېړۍ کې ( فيلتاس ) لوئ کره کتونکى دى ځيني بيا کريتوس لومړى نقاد بولي او ځيني بيا لومړى کره کتونکى دسقراط هم عصريو ډرامه ليکونکى اريستو فان بولي چې کميډي ياطنزيه ډرامې به يې ليکلې .
اريستوفان دوريځواو چنګښو په نامه دوه ډرامې ليکلي دي چې په( سوکرات ) او (يورپيديز) ډرامه ليکونکو باندې انتقادونه کړي .
يوه ډله تاريخ ليکونکي په دې عقېده دي چې د کره کتنې لړۍ ديونان دنامتو فليسوف ارسطو له وخته شروع کېږي ځکه چې ده دشعر فن په نامه دادبي کره کتنې په برخه کې يوه ښه رساله ليلکې چې تراوسه دکره کتنې عمده اثر ګڼل کېږي چې ارسطويې شروع په دې ټکو کې کړې ده : (( زما موخه داده چې په خپله شعر او دهغه بېلابېل ډولونه وڅېړم او دهرډول اساسي کيفيت په نظرکې ونيسم ديوښه نظم دنخشې دجوړښت ضروري شرايط اودنظم دشکيلوونکو برخو شمېر او ماهيت بيان کړم ....))
ده دشعر په هره خوا بحث کړى دى ځکه دکره کتنې مفردات ترې ښکاري .
له يونان څخه وروسته دکره کتنې لړۍ دروم په طرف مايله کېږي اوپه روم کې دکره کتنې په برخه کې د( هوريس ) دشعر فن پوره شهرت لري .
اوکه په منځنيو پېړيوته راشو يعنې دروم دامپراتورۍ دسقوط يعنې دپينځم ق م څخه شروع کيږي او دڅوارلسمې ميلادي پېړۍ ترنيمايي پورې يعنې درنسانس ددورې پورې رارسيږي ، په دغه وخت کې کوم دپام وړ ادبي اثار ونه ليکل شول او ټو ل فرهنګي کارونه دکليسا ترسيوري لاندې واقع شول . خو په دغه وخت کې چې کوم اثار وليکل شول يواځې مذهبي بڼه درلوده ، سره له دې چې په منځنيو پېړيوکې په هسپانياکې د(السيد ) حماسه په فرانسه کې د( شامسون درولان ) په جرمني کې دانتي ( رباني کميډي ) اثاربلل کېږي ، ددې وخت په کره کتنه کې اکثره بحثونه دمجاز ، استعارې او بلاغت داصولو او بدعحي صنايعو په باره کې دي    .
بلخوا داکره کتنه په ختيځ کې هم ترسترګو کېږي ، داسلام په صدرکې کله چې به اعراب دحج دفرېضې داداکولو لپاره مکې مکرمې ته راتلل او دمختلفو قبايلو خلک به دشلو ورځو لپاره ( عکاظ ) په سحراکې سره راغونډېدل او دلته به يو لوئ بازار جوړ شو له يوې خوا به په دې ځاى دسوداګرو بازار ګرم  ؤ او له بلې خوا به دلته شعرونه لوستل کېدل او خطبې به ورکول کېدې ، ډېرځل به دمشاعرې په ترڅ کې مناقشې او شخړې پيل کېدې او بيا به دښه شعر دمعلومولو لپاره يوحاکم ياقاضي ټاکل کېده ددغه قاضيانو په ډله کې (نابغه او زېبايي ) چې په خپله به هم نامتو شاعر ؤ دنابغه لخوا به ښه شعر انتخابېدو او په کعبه کې به يې ځړوه چې په عربوکې به يې ښه شهرت ومونده .
داسلام په اولو وختونو کې شعرته په ښه سترګه نه کتل کېده خو وروسته دامويانو په دوره کې موسيقۍ او شعر ته زياته پاملرنه وشوه آن تردې چې دخليفه په مخ کې به شعر لوستل کېده اودنقد لپاره به په خپله خليفه ناست و او کره کتنه به يې کوله چې ددې خلفاو څخه عبدالله ابن مروان اومامون يادولى شو .
په هرصورت دکره کتنې په باب دغه ډوزيات روايتونه شته خو دهغه کسانو له جملې څخه چې په دې برخه کې يې اثار ليلکي دي ابوعبيدالله محمد بن سلام ، جمحي ، اب قتيبه دينوري ، حافظ ابو العباس احمد قدامه ، ابو قاسم عبيدي ، قاضي جرجاني ، ابو العلا مصري ،قاضي ابو بکر باقلايي ، عبدالقاهر جرجاني ،ابن اثير ....
په عربي کې دجمعې کتاب ( طبقات شعراْ ) ظاهراْ لومړى اثر دى چې دکره کتنې په باره کې ليکل شوى دى .
له عربي وروسته په دري ژبه کې ( ترجمان البلاعه ) محمد بن عمر الرادوياني ليکلى ، ددې پسې ( رشيدالدين وطواط ) دکره کتنې په هکله دحدايق السحر فى دقايق الشعر په نامه مهم اثر ليکلى دى او دېته ورته نوروشاعرانو اوليکوالو دکره کتنې په اړه زيات اثار ليکلي دي

پاتې لرى

            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ