Amel 1

دترکستان په ميروورکه ( لومړۍ برخه )

26.04.2009 11:47

                                  د ترکستان په ميرو ورکه
                تر ګل نازکه ياره خداى به دې ساتينه


                                                             ١٣٨٦-٨-١٥ ديون پيل نيټه  


ژوند په خپله يو داسې ستړى سفر دى لکه د يووجود سيورى چې په ټکنده غرمو او د سپوږمۍ په پلوشو کې يې ملګرتوب څرګند وي خو په تکو تورو شپو کې له سترګو الونيا وي.انسان او ژوند، تن او سيورى يو له بله نه بېلېدونکي ملګري دي . سيورى په سفر کې د وجود يو داسې ملګرى وي چې تر قدمونو لاندې کله مخکې او کله وروسته پر مځکه پروت روان وي.د خاکسارۍ مقام د همده په برخه دى . له ما سره هم د تبليغيانو خبره شمال ته د سفر په اراده کې لومړى خپل سيورى اوفکر ملګرى شو، له دوى سره په سلامې څو نور د سفر ملګري وموندل . هسې خو له ډېره وخته مې زړه د شمال په شمال پسې پسخېده ،خو د کليوالو خبره خداى (ج) به مې په کې د آب ودانې قسمت نه و کړى . کله چې قسمت رانارې کړې ، نوپښې مې هم مستې شوې ، زړه مې په ټوپونو شو.هغه د چا خبره هوايي شوم ،وزرونه مې وکړل، دا مستي مې له خپلو څو تنو شاعرانواو ژورنالېستانو ملګرو( کنډيوال، مدير هيله من،اکرام، ځواک، استاد مياخېل،آصف شينواري، بريالي وياړ،انجينر ځواب رئېس کمالزي او....) سره شريکه کړه. هلته د يوې مشاعرې له بندوبسه مې هم  خبر کړل ، په لومړيو کې هر چا د تګ سينه ډبوله  خو کله چې پر سالنګ د ختو وار راغى نو ددوى پلار راغى . غړي يې سست شول، بانې مانې يې ډېرې په يوه اوږده لړ کې وپيېلې که څه پېښ وو که نه؟ خو دوى ځانته پېښ کړل . که کار و که نه ځانته يې پېدا کړ.بس (( لنډى نه و د خټو  )) موږ خو څه خپل هوس اخيستي وو او څه د ګران وطن مينې ،ټول کارونه مو تر شاه پرېښودل چې د تګ نېټه رانږدې شوه .نومل فون ( ګرځنده ټېلفون) مې را واخيست، يو يو ته مې بيا ټالۍ ووهله ، بيا هماغه زوړ ملا او زړې تراوې وې، هماغه بانې مانې وې، څه به مو سر خوږوم، يو څو تنه په کې پېدا شول چې زما غوندې يې دې سفر ته کار ويلى وتاسې اوس موږخوشکي بولئ که هر څه خو دا بې کاري جوړې څه کارنه دى ؟ دوى په يوه خوله شول. بسم الله يې کړه، ډاډ يې راکړ، سبا مو يو اووه کسيز موټر پېدا کړ د سفر غوټه مووتړله . چې وخت د حرکت راغى نو کنډيوال خاوره ويستله او راته کړه يې. والله استاده! سهار چې له کوره راوتم نو مور نه مې اجازه اخيسته خو هغې راته د تګ اجازه رانه کړه. ويلې (ويل يې ) داوخت وګوره او ستا مستي وګوره،ماورته کړه: ځم.  چېرته ځې؟ مزارته ، لېونى شوى يې ، کرارکېنه . تيږه په خپل ځاى درنه وي . چې هر څومره زارۍ مې ورته وکړې ، ويې نه منل نو که تاسې نه خپه کېږئ زه به پاتې شم. زه چې د مور غم په زړه نرى کړى وم ، بس رخصت مې ورکړ، اکرام خولادا  ويل: د توشلې غوندې مې رخصت کړ.
بس زه شوم اکرام، مدير هيله من،ځواک ، زيرک فهيم او خېبر ډګر  .په جلال اباد کې مو د شکرالله کسټ پلورځي نه د زړو ګرګو او ځوانوسندرغاړو کسټې واخيستې. دلطيف جان بابي په ژبه چمتوړي ، دعا مو وکړه، برابر لس بحې وې چې د جلال اباد له ښاره مو سترګې پنا شوې، دا نو داسې وخت دى چې ګرمۍ کمبله ټوله کړې  او يخنۍ تازه خوله لګولې ، په جلال اباد کې خو لا د توتانو پاڼې هم شنې وې،خو زېړېدو ته سترګې په لارې وې.هو رښتيا، دا نو داسې وخت دى چې په بغلان کې زموږ له ورتګه يوه ورځ وړاندې د ولسي جرګې پر وکيلانو ځان مرګى بريد شوى  و کاظمي او د کونړ يو وکيل او څو تنه نورو وکيلان په کې مړه شوي وو، د ښوونځي يو شمېر زده کوونکي هم د دوى قرباني شوي وو. موږ لا دا ويره هم په زړه کې ګرځوله چې داسې نه  هلته په لاريونونو او اړو دوړ واوړو . ګل رحيم نيازمند چې په کندز کې زموږ کوربه و ، دم ګړۍ مو له هغه سره په ټېلپانه کې خبره کوله ، حال احوال مواخيست. هغه ډاډه کولو چې هېڅ خبره نشته، زه هم بغلان ته راغلى يم، تاسې ته به همدلته تم  يم، خېر موږ دې حالاتو پاخه کړي يو . نر غوندې روان شو.  تر درونټې مو په جلال اباد کې د بيارغونې په کارونو شخوند وواهه ، زيرک فهيم دې خداى لري ، چې هغه وي بل چا ته د خبرو کولوهېڅ حق نشته هغه وويل: موږ ته دا نه معلومېږي چې په جلال اباد کې کار لږ شوى که ډېر خو له بهره چې څوک راشي ، نو هغه ته ښه پته لګي . باور وکئ چې کارشوى. درونټه په مستۍ کې وه ، ځکه دځوانانو پارک يې د ښکلا يوه ننداره وه.
د ځوانانو پارک د کبانو د خوراک ميله ځاى دى . په دې خوشاله يو چې له دنيا والو سره څه ناڅه ددغه پارک په جوړېدو سره سيال شو. ددرونټې له تونله مومخه ښه واخيسته او د لغمان په خاوره کې مو د سفر نيلى مخ پر کابل چو کړ. سرکونه پاخه شوي، څو چې مو سترګې غړولې نو د استاد الفت مزار ته رسيدلي وو. لاسونه مو لپه کړه او د هغه پاک روح ته مو د عقيدت نذرانې ډالۍ کړې . ګلاب منګل چې دا مهال د لغمان ولايت سرداري کوي، خداى دې خير ورکړي په قبر يې د بيارغونې کار شروع کړى .دلته هغه ورځې رايادې شوې چې په جلال اباد کې د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې له خوا د وياړليو ، منليو استادانو ( ارواښاد استاد علامه رشاد بابا، استاد شپون، دروېش دراني او استاد محمد صديق پسرلي ) په وياړ غونډې جوړېدې نو د ننګرهار زيات شمېر فرهنګيان خپلو دغو درنو سټو ته دهرکلي لپاره دلته راغلي وو، لومړى موددغه ستر شخصيت مزار ته دعا وکړه، بيا مو په يو لوى کاروان کې دغه درانه استادان او ورسره راغلي مېلمانه تر جلال اباده بدرګه کړل. هغو سيمينارونو په جلال اباد کې يوه نوې هنګامه جوړه کړې وه. د استاد رشاد په ژبه پښتنوپخوا خپل مړي نمانځل، خو نن يې دغه دود مات کي او دادى ژوندي نمانځي، نو د هغه مستشرق خبره چې مړه ملتونه مړه نمانځي او ژوندي ،ژوندي نمانځي. نن پښتون د يو ژوندي قوم په توګه ځان را څرګند کړاو دا وياړ د ننګرهاريانو په برخه سو.ننګرهار د استاد په وينا ددغه وياړ پګړۍ هم په سر کړه. دا مهال د استاد شاعر شپون ژړا هم راياده شوه چې مخ ته يې څادر ونيو او د استاد الفت قبر ته ودرېد. د استاد بختاني د صميميت او له لطفه ډکې خبرې هم په زړه را وورېدې چې د استاد الفت د ژوند او شخصيت په باب يې پر دغه مزار کړې وې.
 د استاد شاعر پسرلي هغه خبرې مې هم له ذهنه نه وځي چې ويل يې : د لوړو خلکو مزارونه د خلکو په بهير تاوده وي. هغوى چې ژبې او قوم ته کار کړى دى . پر مزار به يې خلک راټول وي .استاد الفت يو له هغو لوړو کسانو څخه دى چې دى به تل ژوندى وي. استاد الفت رښتيا د خلکو په زړونو کې ځاى لاره . په زړونو کې مېشت او ديره انسانان نه مري .
ما له مينې څخه ډکو زړو کې ګورئ
زه  يم هلته يو له بله چې الفـــت وي.

د افغاني ادب د دغې سترې هستۍ له مزاره مو دعا واخيسته. نور نو د اکرام خولې صبر ونه کړ، په ترنم يې خوله راپرانسته، اکرام يو داسې ځوان شاعر دى چې لکه درياب خاموش روان وي، خو په خاموشۍ کې يوه غلې مستي لري.له ده سره چې څوک بلد نه وي او په ړومبي ځل يې وګوري، نو داسې انګيري چې يو ډېر مظلوم او عاجز سړي سره مخ شوم خو چې وخت تيرېږي نو دده عاجزي خپله ځان راڅرګندوي. يو سروکى يې را واخيست او غلى غلى يې وايه، ما پرې غږ کړ : دادغږ ويليم دې لږ پورته کړه چې موږ يې هم له خوږو برخمن شو، ده چې څنګه غږ اوچت کړ لا يې دريمه ټپه نه وه غبرګه کړې چې موټر سرخکانو ته ورسېد سترګې يې په دغه واړه بازار کې د کندهاريانو په ژبه پر ګنډيريو وموښتې، لکه ماشوم په ترپکو شو ، هله ګنډېرۍ اوهله ګنډېرۍ. اکرام په خېټه کې تر بل هر چا غاړه هسکه وړي. ګنډيرۍ مو واخيستې . نور نو د هر چا خوله ونيول شوه، هوار کړسارى و. موټروان د ګلنار بېګم کسټ ټيپ ته وروويشتله . دا سروکى په کې راغى .
پرخه دې ورېږي مسافر جانان راغلى دى
شمعه دې بلېږي مرور جانان راغلى دى

دګلنارې په غږدې سروکي په زړه چک ولګاوه. هرې لنډۍ يې سړى ځواناوه. ټولو ګلناربيګم ته دعا وکړه او د نوموړې مړينه يې پښتو موسيقۍ په برخه کې يوه لويه ضاېع وبلله . ګلناره هغه سندرغاړې وه چې د پښتو پت او پښتونواله يې ګاڼه وه. سټډيو ته به هم په چادرۍ کې تله. په غږ کې يې يو ډول تقدس او سپېڅلتيا ښکاري . ګلنارې پښتو موسيقۍ ته ډېر زيات خدمت کړى، ګلناره په پښتو موسيقۍ کې د يو ځانګړي سبک څښتنه وه. نه يې د چا پېښې کولې ، نه يې د چا طرزونه ويل ، هڅه يې کوله چې هر څه يې خپل وي. زړوره سندرغاړې وه. پر موسيقۍ بر لاسې برېښېده. د دغې سندرغاړې يو انځور ما د جرګې په مجله کې له ميرمن قمرګل سره يو ځاى ليدلى و. فکر کوم چې هغه انځور ګلنارې له ميرمن قمر ګل سره د يو يادګار په ډول کښلى و.
خو جرګې مجلې  چې له ميرمن قمرګل سره مرکه کړې وه نو هغې ورته دغه انځور د خپراوي لپاره ورکړى و. يو ځل داسې خبره راولاړه شوه چې دګلنارې مخ به چانه وي ليدلى ؟ ما غاړه هسکه کړه ومې ويل: يو به زه يم چې د ميرمن ګلنارې مخ مې ليدلى ، ناست کسان حيران دريان شو چې ده نو د ګلنارې مخ چېرته ليدلى ؟ ما لږ په تلوسه کې پرېښودل دا خبره هغوى بابېزه وګڼله . ما پرې وار د مخه کړ، ورته مې کړه : د جرګې مجلې په يوه ګڼه کې له قمرګلې سره مرکه شوې وه، هلته د ميرمن ګلنارې او قمر ګلې يوګډ انځور خپور شوى و.
د ګلنارې کيسه چې نوره پرېږدو، ځواک پر خېبر ډګر ورغږ کړ چې ته مو لکه شادګل مخکې کړى يې ځکه تا کابل نه دى ليدلى، هغه ورته کړه :ليدلى مې دى خو ډېر په کې بلد نه يم . هيله من تيار داسې ناست و لکه سېتارچي د ګڼدېريوپه ژولو ستړى شو .په موټر کې ډېران جوړ شو . اکرام ډرېور ته ورغږ کړ : دا پيته لږه ورو کړه موږ خپله هم له چا نه کم نه يو. نور يې نو ځان د سروکي ويلو ته جوړ کړ. دا سروکى يې را واخيست.
ناوخته کېږي نااشنا وطن ته ځمه
وه وړې ليلو بــــــــــاران دى باران

په دې سروکي کې ښاېسته ډېرې لنډۍ ما هم ورسره غبرګې کړې. د دورغجن خبره يو لس دقيقې به مو پر دغه سروکي شخوند وهلى وي. لاره ښه وه پخه وه، په درز و دروز نه پوهېدو خو په سروکي مو خوله بنده کړه: ملګرو ته مې د دغه سړک هغه شېبې ور په زړه کړې چې د دوړې به وې ، کنډو کپرې وې ، د مېږي په مزل به په کې روان وو. دا لا څه کړې پر دې لاره داسې پاټکونه وو چې په ورنږدې کېدو سره به په سړي د ويرې خوله راماته شوه

 جوړ مرګ و. د خيروخېلو د پاټک خو بيا بيخي نوم و ، هغه شېبې هم تېرې شوې په دې خبرو کې وو چې زيرک فهيم را غږ کړه: تيرې خبرې پرېږدئ چې په خوب کې رانه شي.ځئ له خيره يو سروکى را واخلئ زما په فرماېش يې ووايې ، ما ويل کوم ؟ هغه کړه:
ما ايلبند ته خېـــــــــــــــــژوينه
زما توره جانانه کډې بارېږي

دا سروکى مو د سرکنډو بابا په سيمه شروع کړ ، ټولو په کې لنډۍ وويشتلې  ان د ورېښمين تنګي تر دروازې مو دا سروکى بدرګه کړ. دلته نو ماوار د مخه کړ او د ا سروکى مې پسې ورواخيست:
د مينې لاس دې راکوه ايلبند ته ځو نه
ما ويل وى وى کـــــــــــــډې مې لاړې

له دې سروکې مو هم کورت ويستل، د  ورېښمين تنګي نندارې يوه بېل خوند او رنګ لاره په دې تنګي کې د جنګ جګړو ګوليو ډېر شازلمي خوړلي.
ما خپلوملګرو ته په دې تنګي کې د خپلو سترګو ليدلى او د مخ د ټپي کېدو کيسه وکړه.خېبر ډګر راته وويل: استاده! ستا پر مخ يو داغ ښکاري ، دا د څه شي دى ما ويل د همدې کيسه درته کوم:
نېټه مې کره په ياد نه ده خو د ١٣٦١ کال د ژمي يخې او سړې شپې ورځې وې .پرکابل دلۍ دلۍ واوره ورېدلې وه ، ځمکه يې تکه سپينه ، د ونو څانګې يې درنې او په سجدو کړې وې دا مهال د کابل ژمي اسمان داسې روڼ ، پاک او پرېولى و چې ستوري په کې له و رايه ځلند برېښېدل. د ننداره کوونکي سترګو ته داسې برېښېدل لکه کوم انځورګر چې د ژمي واورين موسم يو ښکلى انځور کښلى وي. وروره! پخه شپه وه! له سړو نه په بستره کې غونج مونج پراته وو. پلار مې  دا مهال له ملکه بهر په زده کړو پسې وتى و، مور به سري ماښام په زور ويده کولو ،تلوېزون مو نه لاره چې نندارې ته يې ناست واى ،د تره په کوټه کې مو يو تلوېزون و چې ټول د تره زامن او لوڼې به ورته راټول شو، نو کوټه به مو په سر واخيسته، د پښې د ايښودو ځاى به په کې نه و، کاني به مو چې لاره ورکه کړه نو ټلوېزون ته به يې پر ښېراو خوله راخلاصه کړه. مور مې په همدې حساب سري ما ښام ويده کولو . يوه شپه، نيمه شپه دروازه ټک ټک شوه.
وايې په ډېرو قصابانو کې غوا مرداره وي . موږ چې په کاله کې ترونه  او تره زامن زيات وو نود يو بل په تمه وو او د دروازې بېرته کولو ته هېچا له بسترې ځان نه ويسته. خير څو ځلې دروازه را وډبول شوه ،موږ هم دروازې را ويښ کړو. مور مې ويل : اوس هېڅوک هم دروازې ته هغه دى نه ځي چې دا په نيمه شپه په دې يخنۍ کې څوک شو؟ خير اخر مې مشر تره ور وووت، دروازه يې خلاصه کړه. موږ اوس په دې خبرو کې يو چې دا به څوک وي. چې زموږ د کوټې دروازه را ووهل شوه.مورمې غږ کړ، لکه چې مېلمه دى. کشره خور مې ورپاڅېده، دروازه يې بېرته کړه: چې ګوري زموږ يو خپلوان و. ګل ولي نومېده. مور مې ورته وويل : ته په دا نيمه شپه له کومه خوا راغلې هغه ورته وويل : له جلال اباد نه راغلم. مور مې ورته وويل: ته ګوره او له جلال  اباد نه ځان ته راتګ، دا چا راولېږلې خېر خو د ى . هو خير دى .موږ ټول وارخطا شو، مور مې ترورې ورورې پوښتنې کولې ګل ولي ورته وويل: د ورور واده دې دى او زه يې په تاسو پسې راولېږلم . چې دوى دې راشي. مور مې ورته وويل واده خير دى تا  خو ما نه زړه بوټ ويسته . ما ويل چې بل څه نه وي شوي؟ له هغه وروسته يې د ګلولي د خېټې غم وخوړ . بيا يې ورنه پوښتنه وکړه: واده څه وخت دى . ګلولي ورته وويل : ترور!‌ سبا نه بل سبا ماښام دى . خير داشپه تيره شوه ، سبا سهار مې مور تره ته ورغله او د خپل ورور د واده بلنليک يې ورته ورکړ: تره مې ورته کړه: هغه واده دې خداى په خېر تير کړي. لارې خرابه دي .که لاړ نه شئ نو ښه به وي، بيا هم ستاسې خوښه . ځکه دا ښادي هم هر وخت نه وي، خير تاسې پرې خپله سوچ وکړئ.
چې هر رقم تاسې ته ښه ښکاري، هماغسې وکړئ . دا ورځ په سوچونو او تصميمونو کې تيره شوه. شپه شوه، موږ چې د ماما د واده او جلال اباد ته د تګ اوريدې وو له خوشالۍ په جامو کې نه ځايدوو . مور ته به مو همدا ويل: مورې ګوره واده ته ځو ښه، زما يوه وړه خور وه ،ياره داسې د څلورو پنځو کلونو به وه . سمه خبرلوڅې وه. د هر څه په باب به يې پوښتنه کوله. مور ته مې راغله او په مينه ورته غېږ کې کېناسته. په نيمکۍ ژبه يې ورته وويل: ببۍ زم ځم . مور مې ورته کړه ښه لورې ځو ، خير يادوه سبا سهار وختي مو مور له خوبه پاڅولو، زه ، مور، ګلولي خور او د تره يوه لور مې سره مخ په هډه روان شو. يره نو يخ وچې اوس يې هم راياد کړم زنې مې ړچېږي.
څه به مو سر خوږوم . هډې ته په هغو اوږدو او يخو ملي بسونو کې راغلو دا د جلال اباد ښار هډه هسې خدايى ګرمه وه ،لکه پخپله چې سړى په جلال آباد کې ګرځي. هغه وخت ملي بسونه او يو ډول زاړه لوى موټر وو، موږ په يوه ميني بوس کې په ډرېور پسې شاته سېټ ونيو. موټر حرکت  وکړ د خير دعا مو وکړه. سروبي ته چې ورسېدو ، دا نو  غرمې ته لږ وخت پاتې و دا وخت ډېرې زياتې موټرې راټولې شوې وې  اوازه وه چې  ، چې اشرار راکېوتي او لاره يې بنده کړې ، هغه وخت يې اشرار مجاهدينو ته ويل .دوه درې ساعته مو دلته انتظار وويست وړې خور مې له موټروان سره په نيمکۍ ژبه خبرې کولې. ټول موټر يې په خپلو خبرو خنداوه. له دوه درې ساعته انتظار وروسته ټانکونه راغلل ،مخکې شول، نورو موټرو ورپسې حرکت وکړ. خلکو ويل لاره خلاصه شوه چې تنګي ته څنګه ورسېدو نو بس د اسې ميده ډزې وې لکه په بټ  کې چې نينې تړکېږي.
يوې سرخوړلې ګولۍ زموږ د موټر برخه هم وکړه. نېغه راغله زما د وړې خور په ولو کې ولګېده، موږ د موټر پر ښيښو او نورو پر چو ټپيان شو ، وينې دي چې راباندې راماتې شوې . زه يوه بله خور مې او مور مې درې واړه په پرچو ولګېدو، مور مې په ځان نه وه ما او خور ته مې يې کالي راواچول او وينې يې زموږ له مخونو پاکولې .وړه خور مې ترې په موټر کې نورو سپرو واخيسته، شاته په چوکيو کې د قرانکريم تلاوتونه پېل شول . له يوه څه مزله وروسته چې له ډزو مو سترګې پناه شوې  يوه ښځه کېوته، زما وړه خور يې په غېږ کې کېسته، موږ ورته له موټره کتل چې پر هغې يې اوبه  واچولې، موږ وېل ګوندې مخ ورته مينځي، ويده ده.تر جلال اباده يو د بل په حال پوه نه شو. مور مې همدا پر موږ غږونه کول زويه ښه يې ! لورې ښه يې! رسو د خيره ، وارخطا کېږه مه. دا دى اوس مو د ماما د واده شپې ته ځو . نيمه شپه وه چې د ماما په کور ورننوتو ، د هغه د واده شپه وه، يو دم چغې شوې، ژړاګانې انګولاوې اوسورې شوې، وړه خور مې مړه وه ،موږ مو ماماګانو دستي روغتون ته ورسولو، زما مخ يې پانسمان کړ، مور او يوه بله خور مې هملته بستر شول . د وړې خور جنازه مې سبا سهار نيا او يوې بلې خپلوانې مخ په کلي رهي کړه. بس دا واده هسې په غم واوښت. نو اوس چې انډيواله دې تنګي ته را شم نو په غوږونو کې مې دهغې سبيل مړې ګولۍ  يو سونګارى وي ، بې اختياره مې سترګې راډکې شي ، دوړې خور خبرې مې په زړه را واوري ، د مور ستونزې رايادې شي.بس نو ډګر صېب پر مخ مې دا خاپ د هغې غمېزې نښه ده.
بيا مې په مخ کې ښيښې بندې وې چا يې عمليات نه کاوه، ويره داسې وه چې د عملياتو پر وخت داسې ونه شي چې کوم عصبي رګ پرې شي او خوله او سترګه مې کږه شي، ډاکټر شېرزاد يعقوبي دې خير يوسې رښـتيا هم چې تکړه ډاکټر وچې پلار له بهره راغى او په جلال اباد کې د ګمرک رئېس مقرر شو نو ډاکټر يعقوبي ته يې د عمليات لپاره وروستم .هغه په ډېرو ستونزو او پوره پاملرنې دغه عمليات وکړه .اوس مې د ښۍ سترګې سپين يو څه راښکل شوي او سترګه مې داسې ښکاري لکه چپه چې وي .دا دهغه جنګ سوغات دى چې موږته يې راکړى و.
هيله من په مستانه ژبه راغږ کړ بس نورې دا د غم کيسې پرېږدئ  يو سروکى را واخلئ .
ما ويل دا مست وګورئ، خير ، موږ خو د سروکي له ويلو وتي وو، خو هيله من چې د موټر لومړى سېټ نيولى و د ځوان غزلبول سندرغاړي سردار يوسفزي کېسټ يې ټېپ ته ورويشت. سردار يوسفزي هم په عاشقانه غږ، غمګينې او سوې ټپې کولې ، اکرام چې د مينې اور يې اوس تازه په زړه بل شوى ډېرې پرې ښې لګېدې او دا درې نور( هيله من، ځواک او ډګر) چې جينکۍ يې په نامه شوي داسې لنډيو ته به يې په برېتونو کې خندل او پر ژبه به يې  خپلې شونډې څټلې.
دې ګرمو او سوو ټپو د ملابورجان تر مزاره ورسولو ، ملابورجان قبر په يوه خټينه کوټه کې را اېسار دى. دعا مو ورته وکړې ،دچمن هوټل مخې ته راغى اکرام په اسويلى کې وويل: دا دى د چمن هوټل ته خوراورسېدو ، دلته هم يو وخت ځانګړې پاچاهي وه، څه کانې پر دې زمکه وشوې، دا خلک څومره وکړېده، خدايه! ته خو نور ددې مظلومو افغانانو پر حال رحم وکړې.
اکرام نه سم ملا جوړ شو ښاېسته شېبه يې د ديندارۍ تقرير وکړ. چمن وچ شوى و او قلم مات شوى و . د هغه مهال د دغو دوو نومونو پر کارنامومو شخوند وواهه ، ددوى ناخوالى مو سترګو ته درېدې . په همدې کې وو چې د سروبي بازار ته ورسېدو دلته يې بيا د ګلنارې کېسټ ور واچو او هغه سندره ترې راوخته چې : جان جان زه وړه جلکۍ کله ياري کوم....له سروبي هغه خوا ان د مومن خان او شيرينۍ تر مزاره دو ه پر دوه مجلسونه وو، کله چې د مومن خان اوشيرينۍ  مزار ته ورسېدو، نو ځواک راغږ کړه: دا دى د دوو مينانو  هديرو ته را ورسېدو، تاسو د دعا لاسونه ورته جګ کړئ دعا وشوه ، ما ورته وويل، هغه پورې لرې پر غونډه پرته کلا ګورئ چې اوس کنډاسه خوله پرته ده ، خلک دا د ظفر خان کلا بولي . ځواک وويل: چې د ا به د کوم دور عاشقان و ما ورته په نيمګړې پوه وويل: فولکلور تاريخ نه لري ، چې تاريخ وموند بيا له شفاهي ادبه وځي . د دې کيسې تاريخ هم څرګند نه دى ، په پښتو ادب کې بېلابېلو ليکوالو د خلکو له خولې ليکلې ده . په رواياتو کې يې هم توپيرشته.
هيله من کړه: اوس خو يوه خبره ترې د متل په توګه راپاتې ده : ((د مومن خان ښامار دى ، هر يو په کې چاړه سره کوي او وايې ما وژلى)) ما وويل: متلونه دفولکلوريکو ادبياتو يوه ښه بېلګه ده .په ولس کې زوکړې او د ولس له تجربو او پوهې راپاتې برخه ده اوس هم موږ د خپلې خبرې د پخلي او زبات لپاره متلونه، لنډۍ او اصطلاحات کاروو. د پښـتو ولسي ادبياتو لمن ډېره پراخه ده، اوس هم زموږ د فولکلور درنه برخه نه ده راټوله شوې . زه مدام د ادب په پوهنځي کې په دې ټينګار کوم چې زده کوونکيو ته د مونوګرافونو د ليکلو لپاره د فولکلور ټولونې چارې وسپارئ. فولکلور ټولونه د يو سړي او ان د يو مرکز له وسې وتلې خبره ده . خو بس خداى دې زموږ پوهنځى هم راپرېباسي.ما د مومن خان او شيرينۍ کيسه ملګرو ته وکړه، دلته  يې له راوړلو څخه ډډه کوم ځکه چې ددې کيسې لنډيز ما په يوې بلې سفرنامې کې راوړى ، په همدې خبرو او کيسو مېسو کې وو چې د ماهيپر په کږلېچونو ور برابر شو. زموږ موټر چې ځواني يې خوړلې وه ، خوله يې کنډاسه او تور دود ترې خوت .کله چې پر پېچومي ور برابر شو، ډېر ټوخي يې وکړه، غاړه يې تازه کړه، له زوره نه و،چې بل موټر به ترې مخکې شو، پرده به، د شرم خولې راماتې شوې.
موږ ته به يې خړې خړې  را  وکتل،ځکه ده خو موږ ته د خپلې ځوانۍ لاپې شاپې ډېرې وهلې وې.
ستونى  يې دم په  دم تازه کاوه،خو مزه يې  اوبو  وړې  وه،چې په ستوني تازه کولو ونه شو نو اخر يې اعتراف وکړ او د حمزه  بابا په  ژبه يې وويل:
ښه پوهېږم  چې ځواني هم  د کار څيز و
چې کوم ښکلى رانه  تېر شو ارمان راغى

بيابه  يې  سوړ اسوېلى وکېښ،خو په  دې نه کېده،سترګه يې راته پوره خړه وه،ما چې خپلو  ملګرو ته ددغه ناځوانه ستاينې  کړې وې نو خداى شته زه  يې هم خړ سترګى کړى وم.
ملګرو ډېر په  عذاب کړم اکرام وويل :  استاده! چې دلته يې  دا حال  دى .سالنګ کې به  څه کوو،ماويل غلى ، شه وايې نه وري هغه دې نه دي اورېدلي واى: سړي خر له ننګرهار کابل ته په مخه کړى و،خر  چې  سرخکانو ته رسېدلى  و نور يې نو قسم وکړ چې والله  که مې له دې ځايه وخوځوې،سړي په لښته ډېر وواهه چو چو يې ورته هم ډېر وويل:
خر بس د خره  خبره وه،داسې نه لکه  زموږه دځينو... خير يو سړى پرې راپېښ شوورته ويې  ويل: چېرته يې  بيايې ،وېل کابل ته.
لاروي ورته وويل:
دا خو لا ماهيپر پاتې دى.
خره والا ورته وويل : اوس دا هم ورته په  غوږ کې کېږده!
اوس نو اکرامه ته ورته سالنګ په غوږ کې مه ږده.
دا نو زموږ سبيل مړي موټر ته د ماهيپر کږلېچونه  په غوږ کې اېښود شوي دي.
موږ که څه هم په موټر کې سپاره
وو،خوهر يو مخکې زور کاوه چې ګوندې که ددوى  په زور موټر چابک شي،خداى فضل وکړ،په ډېرو ستونزو او ستوني تازه کولو مو دماهيپر کږليچونه دپېښوريانو خبره پاس کړه.
د موټر ګونځې تندى ايله وغوړېده، دځوانۍ پېښې يې شروع کړې،داسې يې ځان ښوده چې ګوندې له دې وړوموټرو نه دى په وس کې دى.اخر يې د خولې مزي وشکېدل بيايې ځان نه شو قابو کولاى،موږ ويل اوس يې نو ښه خوند وکه اوس يې که مخې ته هر څه راغله نو الله دې يې مل شي،له ماهيپره چې ښه وړاندې  تېرشو نو ما ډرېور ته وويل : دلته لږ دا ناوې ودروه،ګنډېرۍ مو ډېرې ژولي  ځواب غواړي،اکرام چې په خوراک کې ټاکو دى،ويې ويل : يره استاده! زما د زړه خبره دې وکړه،ما ورته وويل: زه په دې پوه وم چې ته دشرم له لاسه دزړه غوټه نه شې را سپړلى نوځکه وايې:داته چې وايې دا په خوله وو زما.
ماته پته وه چې ته په عذاب يې،خير په هر صورت ځئ نواوس ځانونه لکه چرګان څنډوهئ،ټولو غاړې تازه اوځانونه سپک کړل،خو موټر له غاړې تازه کولو وتى و،ډېر وغنګېده خوقسم يې کړى و چې چالان به مې نه کړئ،موټروان يې مخ د ننګرهار خواته راواړه،ماوويل لکه چې بېرته موبيايې دسفر نه دى،ډګر وويل : ځه دې کې به مو خيروي، موټروان  راغږ کړ: وروره! لږه ډيکه خو راکړئ،انډيوالانو چې ځانونه سپک کړي و،شى يې ډيکه کړ چا راتينګولى شو،بېرته يې مخ را تاو کړ،ما موټروان ته کړه : صاحبه ! د موټر په نوي والي کې دې هېڅ شک نه شته ولې خر به حاجي نه کړې په طواف.
خبره داده چې ګومان نه کوم داشى موږ سره ياري وکړي،چې د سالنګ له ګړنګونو مو را غورځوي نو کور راته له دې سفره ښه ښکاري.موتروان يو دم په کړس کړس وخندل،اوپه لاپو يې خوله پرانيسته : (( ته څه فکر کى،ډېر پر دې لار تللى راغلى يم،داسې نه ده، ته يې له دې وروسته ګوره،په کت (فقط ) دا د چالانولو مزى ( سلف ) يې خراب شوى دى،دا جوړه وم نور يې ګوره په حکم دخداى)) بس رهي شو دې لاپو ډاده کړو. د څرخي پله پاټک ته يې ورسولو دلته مې په يو عجيبه عکس سترګې ولګېدې،رښتيا هم چې چاکې څه وي هغه ور رسيږي،دملي اتل !؟ که ... ښه ښکلى او رنګه عکس راځړېدلى و،ترې لاندې ليکل شوي وو،لشمانيا وپېژنئ،ما وويل وموپېژنده . زور وا کانو خو له دې لوحې ګټه اخيستې وه خو لشمانيا يې هم را وپېژنده.
 موټروان په هوډ خېلو کې يو سراى ته ورننوت،هلته يې يوساعت دمزي پر جوړولو تېر کړ،انډيوالانو ته مې وويل  اوس خو خپله څه پخولى نه شو ځکه وخت کم دى،ببۍ ګانې (خېټې) به موښې وږې شوې دي،اکرام وويل نه استاده! مادستي ځمکې ته لاس کړ،تيږه مې واړوله،ځکه اکرام او نه خوراک،خير له دې ځايه مې خپل دوست  د والي ګل اغا شېرزي په ژبه شيرپ اکا( شريف ) ته تار وغځاوه،له کابل ته رسېدومې خبر کړ.او دا مې هم ورته وويل : دفتر ته درځو،خو ډوډۍ هم برابره کړه،هغه په ورين تندي وويل : زوروره راځه ،شريف اکا دلغمان اوسېدونکى ملي سوداګر دى،په کابل کې دغوړو کار و بار کوي،ږيره يې بې وخت سپينه شوې،ګڼې دځوانۍ مستي يې اوس هم د مخ په سورخۍ کې له ورايه برېښي.دى له کاروباره په بانډار خوشاله وي،دده دفتر په تهيه مسکن کې وچې څنګه ور ورسېدو دستر خوان وغوړېده،د اخلاص ډوډۍ مو ورسره وخوړله د چايوڅښلو لپاره ډېر ټينګ شو،ده ته مو هم دسفر وويل: خو انډيوالي يې ونه کړه له ده مو دعااوبخشش واخېست .همدا يې راته ويل:ځئ په خير ماښام  کندوز ته رسئ،ګل رحيم ته مې تار وغځاوه او له کابله مو په ورتګ خبر کړ،موټر ستونى تازه کړ،هغه ځاى ته ورسېدو چې يوځل په کې داېتلاف قواوو او ديو شمېر اوسېدونکيو تر مينځ اخ ډب رامينځته شو،دا ځاى دشمالي سراى څلور لارى بولي.له دې ځايه بيا لاريونو نه او اخ ډب پيل شو،په لسګونه خلک داېتلاف قواوو په ګوليو ولګېدل،لاريون  کوونيکو يوشمېر ودانۍ وسېزلې،دموټرو ښيښي يې ماتې  کړې،همداسې يواخ ډب په جلال اباد کې هم شوى و،چې کره ورځ يې يوشمېر دولتي او غير دولتي دفترونه د اور په لمبو کې وسېزل.
په کابل کې يوعجيب تصادف دا وشو،چې د اخ ډب کوونکې ډلې مشر يوه ورځ وروسته دکابل امنيه قومندان وټاکل شوداحکومت ښې کانې کئ ، امام هغه څوک ښي چې څپلۍ پټوي ، ځکه له دې کاره يې غورځئ. ښه ځه دا به هم دځينو ....... په ويناسياست وي دوي دې سياست کوي موږ به سياحت کوو. هو رښتيا يوه ټوکه راياده شوه :
په يوه سيمه کې يوسړى جومات ته ددې لپاره ته چې د خلکو بوټونه دجمعې پر وخت غلا کړي.لمونځ کوونکيو به چې سلام وګرځاوه  نو له جوما ته د وتو په وخت کې به د زياتو بوټان نه وو،امام ته يې شکايت وکړ چې دلته څوک راځي او زموږ بوټان او څپلۍ پټوي،امام بله ورځ په پټه يوماشوم دې ته وګوماره چې څارنه وکړي چې دا غلا څوک کوي،خو حال به سمه ستي نه وايي ماشوم په څارنه کې بريالى شو،غل يې وپېژانده. ملاته يې په پټه په غوږ کې ور وښود.
بله ورځ ملاتر هغې جمعې ته نه مخکې کېده چې غل راغى،ده دستي پرې غږ کړ: پلانيه! ته راشه هغه چې ورغى،نو جمعې ته يې مخکې کړ،اقتدا پسې وشوه،چې صورت ويلو ته خبره  ورسېده نو غلط شو،يو دم يې سلام وګرځاوه،مقتديانو ته يې وويل : (( زما کار والله که دا و،زما کار معلوم و .بس څه وکړم ،حکومت هم داسې سړى راوست او پر څوکۍ يې کېناوه،چې د څوکۍ نه و،کار يې معلوم و. له دې ځايه مخ په شمال وخوځېدو.
دا خير که دسالنګ په غرونو سپينې واورې شوي
زما دزړه پيغام به نازنينې ته شاهيــــــــــــــــن وړي

                                            پاتې لرى



            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ