Amel 1

عقيده _ لنډه کيسه . ليکنه اکرام الله اکرام

24.06.2009 07:26

مړوند له ښونځي نه دراتگ سره سم دمور خواته په منډه شو او دغرمې دډوډۍ غوښتنه يې ترې وکړه ، مور يې چې  دخپل اوه کلن کوچني زوى په اړه لا له وړاندې فکر او سوچ کړى وو سم له واره وويل .

گوره زويه !  انسان ته هرڅه الله ج ورکوي ډوډۍ ، اوبه ، کالې .... اوس نو ته ام ورشه دوه رکعته لمونځ وکړه او دالله نه يې وغواړه هغه يې درکوي ، کوچنى مړوند چې ډېر وږى شوى وه د ډوډۍ دترلاسه کولو په موخه يې  زر زر اودس وکړ او په کوټه کې دلمانځه په کولو، چې تر دې دمه يې لاسم ياد کړى هم نه وه بوخت شو .

مور يې دستي دپخلنځي په لور روانه او دمړوند لپاره د ډوډۍ په تيارولو بوخته شوه او ترهغه چې مړوند له لمانځه فارغيده دې هم دهغه ترشا له ترکارۍ ډک لوښى او يوه گرمه ډوډۍ ايښې وه .

مړوند چې ، کله دخپل دوه رکعته لمانځه نه فارغ  شو سمدستي يې خپل دواړه نازک لاسونه لپه کړل او په معصوم انداز يې وويل .

اى خدايه پاکه زه نن ډير وږى شوى يم خيــــــــــردى ډوډۍ راته راکه

مړوند چې کله له دعاکولو ورورسته شاته وکتل نو له ترکارۍ په ډک لوښي يې سترگې ونښتې او د ډوډۍ په خوړلو يې پيل وکړ او ښه په مړه گيډه يې ډوډۍ نوش جان کړه .

دمړوند مور تل هڅه کوله چې زوى يې په همدغه عقيده چې دهرڅه ورکولو او اخيستلو والا الله ج دى وروزل شي او نن له خپل دغه کړي کار څخه راضي او پدې خوشحاله وه وه چې دزوى عقيده يې دالله ج په وحدانيت برابره کړه .

مړوند به چې لدې وروسته له ښوونځي راورسيد ددي پرځاى چې دمور خواته لاړ شي دستي به يې اودس کاوه او دلمانځه په وسيله به يې دالله ج نه د ډوډۍ غوښتنه کوله او دلمانځه له خلاصيدو ورورسته به يې چې ترخپل شا ډوډۍ ليدله نو دغه عقيده يې لاپسي پښېده

پدې ورځ يې نو مور په کور کې نه وه او له مړوند سره يې داځل کورته يو بل کوچنى دټولگي  ملګرى هم راغلى  وه او د دواړو خيټو له ډيرې

ولږې غرنجارى  کاوه  دمړوند ملگري وويل

مړونده اوس به څه کيږي دا خو ستا مور ام په کور کې نشته ډوډۍ به له کومه کوو ؟

مړوند : نو مور مې دې نه وى کنه ماته يې چل راځى

دټولگې ملګرى  : څنګه چل ؟

مړوند : ګوره ! زه هره ورځ دوه رکعته لونځ کوم او ډوډۍ دالله ج نه غواړم هغه يې راکوي او راځه نن ته ام اودس اوکه چې له خيره زر زر مونځ اوکو چې بيا ډوډۍ وخورو

دمړوند په ډير ټينگار دهغه ټولگيوال هم اودس وکړ او په همغه کوټه کې چي هره ورځ پکې مړوند ته ډوډۍ  رسيدله په لمانځه ودريدل او کله يې چې لمونځونه خلاص کړل نو شاته يې دکتو سره په يوڅو ښکلو لوښو کې خواړه تيار وليدل او دواړو ښه په مړه گيډه سره وخوړل

نوټ : درنو ملګرو زه نه هم کيسه ليکوال يم او نه مې پدى برخه کې تجربه لرم خو له لنډو کيسو سره بې کچې ميني دي ته اړ کړم چې دادي يوه هڅه وکړم پدې هيله يم چې دکيسې له لوستو ورسته راسره خپلې درنې مشورې شريکى کړۍ  .  په مينه            اکرام

هجرت الله تو حيديار 15.09.2010 00:14

اسلام علېکم اکرام صاحب
ښکلی لنډه کيسه وه کوشش سي دینه نوری خايسته کيسی وليکی
ما غوند ما تعليم نه د کړي پښتو خط پوره ويلی شم دومره ليکی شم لکه تاته می ليکلی ده کوشش کوم کوشش کوه
ښه تعليم ته جوړه يم بس مسافر يم پيسه ګټم
کمپيو ټر باندی می ښه سر خلاسيږ پښتو لیک او لوست یا دوم
يوه پښته؛ تاسو په ننګرهار ملی راديو کی کار وه او کويې؟

یار امرخيل 26.06.2009 17:26

سلامونه!
گرانه هڅه کوه چې رښتونې کیسې ولیکی، داسې کیسې چې ته په دینی اړخ لیکی او هغه واقعیت نه لری یا د واقعیت نه لرې وی نو د خلکو عقیده پرته له دې چې قوی کړی نوره هم کمزورې کوی.
دا کیسه خو داسې معنا لری لکه چې بس کینه الله الله وایه او بس من او سلوا درته راځی.
ګرانه هڅه کوه چې په اسلامی عقیده جوړې اسلامی کیسې ولیکی.
مننه
ستا د بلې لنډې کیسې په تمه.

ظفرکریمي 25.06.2009 16:16

ما ما سلام
کیسه به دې ښه شي ـ که کوشش وکړې خو مړه دا د بلاګ ټایټل دې خراب کړی دی ـ دا سم کړه ـ لږ کوشش په دې هم وکړه ـ او که زما منې نو ټایټل نور مه چېړه هسې په سردردي به دې اخته کړي ـ کیسه کې لږ نور کوشش وکړه د ښو ښو کیسه لیکونکو کیسې وګوره او که وکولای شې نو د بین الاقوامي ادب لوستنه وکړه ـ والا ډېرې مزیدارې کیسې هغوۍ لیکلي دي
ظفرکریمي کراچۍ

اکرام : گران او قدرمن کريمي سلامونو ته دي وعليکم سلام ډيره مننه چې په زړه پوري مشوري دى راکړي دى الله دى راته ترډيره ژوندى لره خو دغه دپاڼى ټايتل باندي ولاکه زه هم پوه شوي يم هسي يوه ورځ مې پکې گوتې ووهلي چې بايد پکې مې نه وى وهلې خو خير اوس يې راته چاره ښا يه څه ړرسره وکړم زه خو ولاکه دومره په کمپيوتر کې مهارت لرک لکه ته چې پکې تکړه يې بس پدي برخه کې راسره لږه همکاري اوکړه   مينه

امان اللۀ اما ن نورستاني 24.06.2009 11:35

داکرام صیب ليکلې لنډه کیسه مې ولوسته واقعا چې ډیره په زړه پوری اوجالبه وه،همداسې روزنه اوتربيه خپلوکشرانوته ورکول پکاردي چې هرڅه دالله ج په لاس کي دي دټولوکايناتو رازق او مالک يو الله ج دې زه وايمه چې ليکوال او يوشاعرلره پکار دي چې داسې ليکنې وکړې چې زمونږاسلامي عقايداوجذبات تقويه ومومې،
اکرام  جانه؛ دارازلنډي کيسې وليکه ،زما په اند دکيسو دليکلواستعداد په تا کې شته٠

په درنښت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.