Amel 1

غزل / اکرام

02.09.2009 06:20

غزل

ارکرام الله اکرام

راشه غیږ رانه چاپیره که جانانه

پټه مېنه دې برسیره که  جانانه

دا منم چې  زه له حده وم تېر شوی

خو ته دا خبره هیره که جانانه

څه دې ویل خو څه دې ونه ویل چپ شوې

څه خبر دې په زړه تیره که جانانه ؟

لویه لار او ستا له وره اشارتونه

خلک ګوري لږه ویره که  جانانه

چې خفه شې او زر بیرته راپخلا شی

دغه مېنه دې راډیره که جانانه

کابل / افغانستان

ولی الله 04.07.2010 14:34

wah sa khysta shir di lekaly dai lalaia
zama pa zani toga der ziant khwakh sho
dei kha der aala

كامران 21.03.2010 21:39

سلامونه اونيكي هيلي مي ومنه
قدرمنه ډیره ښکلی غزل وه په راتلونکی کیی هم ستا دښکلوغزلوپه هیله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.